Summary: د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له بودجې څخه د جوزجان مهاجرینو شهرک کې د شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د راستنو شویو هېوادوالو لپاره د اوبو رسونې یوه پروژه پیل شوه. د جوزجان د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي اسدالله حمزه باختر اطلاعاتی اژانس ته ویلي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به ۱۶۰۰ راستنې شوې کورنۍ د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.د یادې پروژې قراردادي شرکت د مسوولینو په وینا، په دغه پروژه کې د ۱۱۰ متره ژورې څاه کیندل، د احاطوي دېوال، د ۲۰ متره مکعب په ظرفیت د اوبو ۲ ذخیرو جوړول شامل دي.هغوی باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلی، چې دغه پروژه به په۹۰ ورځو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
Quick facts
Locationجوزجان
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-28 08:57:23
Timeline
-
Bakhtar
جوزجان کې د راستانه شویو کورنیو لپاره د اوبو رسونې پروژه پیل شوه
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-07-28 08:52:44
جوزجان کې د راستانه شویو کورنیو لپاره د اوبو رسونې پروژه پیل شوه