EnglishNewsافغانستانجوزجان

جوزجان کې د موسیقۍ ۶۹ وسایل او شاوخوا ۱.۵ ټنه تاریخ‌تېر توکي وسوځول… — Pajhwok

DevelopingNewsجوزجان1 SourcesUpdated: 2026-10-07 11:54:33🎙 Listen to radio

جوزجان (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): د جوزجان د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست وایي، د موسیقۍ ۶۹ وسایل او شاوخوا ۱.۵ ټنه تاریخ‌تېر خوراکي توکي او درمل، چې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې راټول شوي وو، نن په شبرغان ښار کې وسوځول شول. د دغه ریاست ویاند مولوي محب‌الله وایي چې یاد توکي د محتسبینو او د اړوندو ادارو د کارکوونکو له لوري د شبرغان ښار له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو. د هغه په وینا، دغه توکي نن د شبرغان ښار په دښت‌لیلي سیمه کې د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو ریاست، د چاپېریال ساتنې ادارې او د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر د مسوولینو د استازو په حضور کې وسوځول شول. په خبرپاڼه کې راغلي چې سوځول شوي توکيو کې شاوخوا ۱.۵ ټنه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته خوراکي مواد وو چې مشروبات او بېلابېل درمل هم په کې شامل وو.

Quick facts

Locationجوزجان
TopicNews
Sources1
Updated2026-10-07 11:54:33

Timeline

  1. Pajhwok

    جوزجان کې د موسیقۍ ۶۹ وسایل او شاوخوا ۱.۵ ټنه تاریخ‌تېر توکي وسوځول شول

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-07 16:24:28

جوزجان کې د موسیقۍ ۶۹ وسایل او شاوخوا ۱.۵ ټنه تاریخ‌تېر توکي وسوځول شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button