Summary: د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په لګښت د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو ترمینل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د جوزجان د ترانسپورټ ریاست د همغږۍ امر دوست محمد هجران د دغه ترمینل د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې یاد ترمینل پر پنځه جریبه ځمکه جوړ شوی او په یو وخت کې د څه باندې ۶۰۰ بېلا بېلو موټرو ظرفیت لري.د نوموړي په وینا، په دغه ترمینل کې د مسافرو د انتظار سالونونه، جومات، د اوداسه ځای او نورې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي، چې د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو د فعالیتونو په ښه تنظیم کې به مرسته وکړي.د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې د اقچې د نوي جوړ شوي ترمینل ترڅنګ، په نږدې راتلونکي کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت نور تأسیسات هم جوړ شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
جوزجان کې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو یو ترمینل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
سرچینې
Afghan sources
جوزجان کې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو یو ترمینل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو