Politicsافغانستانجوزجاندری

جوزجان کې د څلورو پروژو چارې پيل شوې — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsجوزجان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-21 20:08:15🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د جوزجان په مرکز شبرغان او اقچې ولسوالۍ کې د شاوخوا ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې په برخه کې د څلورو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې. د جوزجان د پوهنې رئیس مولوي لعل ‌جان راشد وویل، چې یادې پروژې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پلې کېږي.د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د درسي ټولګیو جوړول او بیارغول، د احاطوي دېوالونو جوړول، د لمریزې برېښنا سیسټم، د ماشومانو لوبغالي جوړول او د ښوونځیو د تاسیساتو بیارغونه شامله ده.هغه زیاته کړه، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به له ۱۵۰۰ څخه ډېر زده‌کوونکي له غوره ښوونیزو اسانتیاوو برخمن شي.ورته مهال ځايي مسوولینو د پوهنې په برخه کې پانګونه د هېواد برخلیک سره تړلې موضوع وبلله او له همکارو بنسټونو یې وغوښتل چې همکاري پراخه کړي.د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د ښوونځیو د بنسټیزو ستونزو د هواري او د ښوونیزو شرایطو د ښه کېدو لپاره مهم ګام وباله.

اطلاعات کوتاه

مکانجوزجان
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-21 20:08:15

خط زمانی

  1. Bakhtar

    جوزجان کې د څلورو پروژو چارې پيل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-21 11:08:34

جوزجان کې د څلورو پروژو چارې پيل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button