شبرغان (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): جوزجان کې استخراجېدونکی طبیعي ګاز هېواد کې د انرژۍ یوه برخه اړتیا پوره کوي، خو کارپوهان وايي چې د ګازو د استخراج ساحو ته د څېرمو سیمو اوبه، خاوره او چاپېریال د احتمالي اغېزو د مخنیوي لپاره دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري؛ مسوولین هم د تخنیکي او چاپېریالي معیارونو پر رعایت ټینګار کوي. جوزجان له هغو ولایتونو دی چې د طبیعي ګازو بډایه زېرمې لري. د مسوولینو په خبره، د خواجهګوګردک، یتیمتاق، جرقدوق او شکرک له ساحو ګاز استخراجېږي او تولید شوی ګاز تر تصفیې وروسته د برېښنا او سرې تولید فابریکو او نورو مصرفوونکو ته لېږدول کېږي. د ګاز د استخراج د چاپېریالي اغېزو په اړه د یوه کارپوه اندېښنه د کانونو برخې یوه کارپوه میوند اریا پژواک ته وویل چې د طبیعي ګاز استخراج، د دې ترڅنګ چې انرژي تأمینوي، بلکې پر چاپېریال هم ځینې اغېزې پرېږدي. نوموړي وویل، د ګازو اړوند فعالیتونه له اکتشاف او برمهکارۍ نیولې تر استخراج او لېږد پورې پر چاپېریال اغېز کولی شي. د هغه په خبره، د اوبو، هوا، غږیزه او نوره ککړتیا، د ځمکې کښېناستل، اقلیمي بدلونونه او د ژوو او نباتاتو کمېدل د ګازو د استخراج له احتمالي اغېزو دي. هغه زیاته کړه چې د ګاز له استخراج سره اړوند فعالیتونه د اوبو او خاورې سرچینو ته هم زیان رسولی شي. د اریا په خبره،…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
جوزجان کې د ګاز استخراج؛ کارپوهان د چاپېریالساتنې معیارونو پر رعایت ټینګار کوي
سرچینې
Afghan sources
جوزجان کې د ګاز استخراج؛ کارپوهان د چاپېریالساتنې معیارونو پر رعایت ټینګار کوي