Summary: د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په شپږو کلیو کې د ۸ میلیونه ۵۳۴ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د څلورو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې. د جوزجان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ریاست یو مسوول فرشاد پوپلزي باختر اژانس ته وویل، چې دغه پروژه د ماشومانو د ملاتړ دفتر په مالي ملاتړ او د یاد ریاست په همغږۍ پلې کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه پروژه د چوباش کلان، ینګي اریغ، نکراباد، جلالاباد، چهارشنبه او شوبۍ افغانۍ کلیو کې پلې کېږي. د نوموړي په وینا، په دغه پروژه کې د اوبو څلورو شبکو جوړول، د څلورو څاهګانو بیارغول، د ۸۰ مترو په ژوروالي د څاهګانو کیندل، د ۱۰ زره لېټره ظرفیت لرونکې یوې زېرمې رغول، د لمریزو سیسټمونو او د اوبو تصفیې فلټرونو نصبول، د اوبو حوضونو ترمیم او د روغتیايي کټونو وېش شامل دی. ورته مهال، د سیمې اوسېدونکو د دغې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او د سړکونو د بیارغونې، روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو د جوړولو په برخه کې یې د لا ډېرو خدمتونو غوښتنه کړې ده. د یادونې وړ ده، د پروژې په بشپړېدو سره به نږدې ۲ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
جوزجان کې نږدې ۲ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي