افغانستانامنیتبلخدری

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-16 04:49:06🎙 رادیو را بشنوید

شبرغان (پژواک، ۲۴ تله د ۱۴۰۵): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یو کس د خپل ۴۰ کلن ورور د وژنې په تور نیول شوی دی. د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي، دغه پېښه دوه ورځې مخکې د شبرغان ښار اړوند د بابا علي اوزبیکیه په کلي کې شوې ده. هغه زياته کړې چې د شبرغان ښار د پولیسو د درېیمې امنیتي حوزې کشفي او امنیتي ځواکونو دغه کس پرون په یوه هدفي عملیاتو کې نیولی دی. د حلیمي په وینا، نیول شوي کس خپل ورور په چاړه ټپي کړی خو وروسته د بلخ ولایت حوزوي روغتون ته تر لېږدولو وروسته مړ شوی دی. هغه زیاته کړې چې تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه شوې، خو په دې اړه د کشفي او امنیتي ځواکونو څېړنې روانې دي

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-16 04:49:06

خط زمانی

  1. Pajhwok

    جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-16 09:18:19

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button