Summary: د زمري ۲۴مې (د فتحې پنځمې کالیزې په مناسبت) جوزجان ولایت کې ۶۷ تنه بندیان ازاد او ۶۹ نورو د بند موده کمه شوه. د یاد ولایت د استیناف محکمې رئیس مفتي عبدالغني سعید په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل:«د بندیانو وضعیت ته پاملرنه د اسلامي امارت د مسوولینو د دندو یوه برخه ده.»نوموړي په بند کې له پاتې بندیانو وغوښتل، چې له شته فرصت څخه د اصلاح او مهارتونو د زده کړې لپاره ګټه پورته کړي.د جوزجان د بندخونې امر ملا روز الدین سعادت باختر اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د زمري د ۲۴مې په مناسبت د عفوه شویو له ډلې ۱۵ یې ښځې دي.هغه زیاته کړې، چې په زندان کې بندیانو ته روغتیايي، تعلیمي او مسلکي خدمات برابرېږي او د هغوی لومړنیو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه کېږي.دغه راز له بندخونې ازاد شویو له کورنیو سره د بیا یوځای کېدو پر اقدام خوښي ښودلې او په زندان کې له دوی سره د ښه چلند له امله یې د مسوولینو هڅې ستایلې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
جوزجان کې ۶۷ بندیان ازاد او د یو شمېر نورو د بند موده کمه شوه
سرچینې
Afghan sources
جوزجان کې ۶۷ بندیان ازاد او د یو شمېر نورو د بند موده کمه شوه