EconomyKabulافغانستانپښتو

جیبوټي کې د کډوالو یوې کښتۍ ډوبېدل؛ لږ تر لږه ۱۳۹ کسان مړه… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-12 05:07:04🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۰ میزان ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، د جیبوټي په ساحل کې د څه باندې ۳۰۰ کډوالو لېږدوونکې یوې کښتۍ ډوبېدو له امله د ۱۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۹ کسان مړه شوي او شاوخوا ۸۴ نور نادرکه دي. د رویټرز د راپور له مخې، دا پېښه د اکټوبر په اتمه او نهمې شپې پر مهال د جیبوټي د بندري ښار اوبوک شمال ته، ګوهیره سیمې ته نږدې شوې ده. د کډوالۍ د نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، په کښتۍ کې ۳۰۵ کسان سپاره وو چې غوښتل یې له جیبوټي یمن ته ولاړ شي او وروسته د غوره کاري فرصتونو موندلو لپاره د خلیج شتمنو هېوادونو ته سفر وکړي. دغه سازمان ویلي، په پېښه کې شاوخوا ۸۲ کسان ژغورل شوي، خو د نادرکه کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي. په جیبوټي کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان د دفتر مشر الکساندر کواساک ویلي، د دغه سازمان د مرستندویو ډلو غړي له سیمه‌ییزو چارواکو سره یوځای د پېښې په ځای کې د ژغورل شوو کسانو د مرستې لپاره حضور لري. هغه زیاته کړې، دا پېښه یو ځل بیا له افریقا ښکر څخه یمن ته د کډوالۍ د لارې جدي خطرونه څرګندوي؛ هغه لاره چې کډوال یې د غوره اقتصادي فرصتونو په هیله وهي. د دغه سازمان په خبره،…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-12 05:07:04

مهالوېش

  1. Pajhwok

    جیبوټي کې د کډوالو یوې کښتۍ ډوبېدل؛ لږ تر لږه ۱۳۹ کسان مړه شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-12 09:33:58

جیبوټي کې د کډوالو یوې کښتۍ ډوبېدل؛ لږ تر لږه ۱۳۹ کسان مړه شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button