DiplomacyEnglishافغانستانبغلان

حال‌وش : ایران کې د تندې له امله ۱۷ افغان پناه غوښتونکي مړه… — Amu TV

DevelopingDiplomacyبغلان1 SourcesUpdated: 2026-09-15 15:33:54🎙 Listen to radio

د «حال‌وش» بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د ښځو او له ۱۸ کلونو د کم عمره ۸ ماشومانو په ګډون ۱۷ افغان پناه غوښتونکي ایران ته د رسېدو په لاره کې د سختې تندې له امله مړه شوي دي. د دغه راپور له مخې، دا زړه بوږنونکې پېښه د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۹مه د ایران د سراوان په روټک سرحدي محدوده کې په «مک‌سوخته» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دغو کورنیو په لار کې اوبه ختمې کړې او له شدیدې تندې او تودوخې سره مخ شوې. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په قربانیانو کې د بغلان ولایت د یوې کورنۍ غړي هم شته دي، چې يوه ۴۵ کلنه مور او د هغې څلور لوڼې په کې شاملې دي. د حال‌وش سازمان له لوري په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکارېږي چې ځينې کسان په یوه ناڅرګنده سیمه کې د دغو پناه غوښتونکو لپاره قبرونه کیندي. راپور زیاتوي چې د بغلان د یادې کورنۍ خپلوانو په سراوان کې ژوند کاوه او ټاکل شوې وه د جنازې لمونځ یې د یکشنبې په ورځ ترسره شي. د یادې ادارې د راپور پر بنسټ، د دغې پېښې په نورو قربانیانو کې لږ تر لږه ۶ تنه تر ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان هم شامل دي. د قربانیانو د خپلوانو او عیني شاهدانو په وینا، دغه مهاجرین په لاره…

Quick facts

Locationبغلان
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-09-15 15:33:54

Timeline

  1. Amu TV

    حال‌وش : ایران کې د تندې له امله ۱۷ افغان پناه غوښتونکي مړه شوي | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-15 10:21:32

حال‌وش : ایران کې د تندې له امله ۱۷ افغان پناه غوښتونکي مړه شوي | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button