افغانستانامنیتدریهرات

طالبان وایي هرات کې یوه شرکت د دوه مېلیون ډالرو په ارزښت بېټرۍ… — AF International

در حال تکمیلSecurityهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-05 09:25:50🎙 رادیو را بشنوید

هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د بېټرۍ جوړوونکي یو شرکت د شاوخوا دوه مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د «ګرین پلس» بېټرۍ عربي هېوادونو ته صادرې کړې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) ویلي، چې په افغانستان کې نجونې له منځنیو زده‌کړو او د دغه دورې له ګڼو فرصتونو بې‌برخې شوې دي. یونېسف ټینګار کړی، چې له دغه محرومیتونو سره، سره د افغانستان نجونې لاهم د خپلو هیلو پوره کولو لپاره هڅه کوي. یونېسف ویلي: «د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو حق باید بېرته ورکړل شي». د یونېسف په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان له یوې خوا د مسلکي او ماهرو ښځو له لاسه ورکولو له ستونزې سره مخ دی او له بلې خوا د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز هغه راتلونکی نسل چې باید د دغه ښځو ځایناستی شي له زده‌کړو او فرصتونو بې‌برخې کوي. د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، که تر ۲۰۳۰کال پورې په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز دوام وکړي؛ نو تر څلور مېلیونه ډېرې نجونې به له لومړنیو زده‌کړو پورته د زده‌کړو له فرصتونو بې‌برخې شي. یونسکو تر دې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په تېرو پنځو کلونو کې تر دوه مېلیونه…

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-05 09:25:50

خط زمانی

  1. AF International

    طالبان وایي هرات کې یوه شرکت د دوه مېلیون ډالرو په ارزښت بېټرۍ عربي هېوادونو ته صادرې کړې

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-05 08:45:50

طالبان وایي هرات کې یوه شرکت د دوه مېلیون ډالرو په ارزښت بېټرۍ عربي هېوادونو ته صادرې کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button