EconomyEnglishKabulافغانستان

د افغانستان او ایران ترمنځ د فولادو صنعت په اړه د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-11 12:02:08🎙 Listen to radio

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا په لړ کې، د ایران د فولادو صنایعو استازو د افغانستان د فولادو فابریکو له عمومي رئیس، انجینر پرویز خواجه‌زاده سره لیدنه کړې ده. زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د ایراني پلاوي په دغې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د فولادو صنایعو ترمنځ د ګډو همکاریو لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی. د دې لیدنې موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د صنعتي همکاریو پیاوړتیا او د اقتصادي اړیکو پراختیا بلل شوې ده. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د انرژۍ، تېلو او سوداګرۍ په برخو کې هم د همکارۍ پر بېلابېلو لارو خبرې شوې دي. د ایران د اسلامي شورا د تولید د ملاتړ ځانګړي کمېسیون مش، داکترمحسن زنګنه، په هرات ولايت کې يوې غونډې ته ویلي، چې ایران کولای شي د نفتو د نل‌لیکې په غځولو سره د افغانستان تر پولې پورې دغه هېواد ته خام نفت صادر کړي. د نوموړي په وینا، د ایران د نفتو نل‌لیکه د افغانستان له پولې شاوخوا دوه سوه کیلومتره واټن لري او د دې نل‌لیکې غځول به افغانستان ته د خامو نفتو د صادراتو زمینه برابره کړي. همداراز، د ایران د انرژۍ وزیر عباس…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-11 12:02:08

Timeline

  1. Parstoday

    د افغانستان او ایران ترمنځ د فولادو صنعت په اړه د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-11 11:51:41

د افغانستان او ایران ترمنځ د فولادو صنعت په اړه د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button