EnglishKabulافغانستانامنیت

حسیني: د وحدت اوونۍ د ایران او افغانستان د خلکو د اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-26 10:06:49🎙 Listen to radio

د وحدت اوونۍ او د حضرت محمد مصطفی صلی‌الله علیه و اله و سلم د مبارک میلاد د رارسېدو په مناسبت، په کابل کې د ایران سفارت د فرهنګي چارو مسؤل وايي، د وحدت اوونۍ د مسلمانانو ترمنځ د یووالي، همدردۍ او ورورولۍ د پیاوړتیا او همدارنګه د ایران او افغانستان د خلکو ترمنځ د اړیکو د زیاتولو لپاره يو ښه فرصت دی. د ایران سفارت د فرهنګي چارو مسؤل ډاکټر سید روح‌الله حسیني له راډیو دري سره په خبرو کې، د ربیع‌الاول د مبارکې میاشتې او د حضرت محمد صلی‌الله علیه وسلم د میلاد او د وحدت اوونۍ د مبارکۍ ترڅنګ وویل، اسلامي وحدت باید یوازې د کلیزې په توګه ونه کتل شي، بلکې د مسلمانانو ترمنځ د نږدېوالي او همغږۍ لپاره باید د یوه مهم اصل په توګه ورته پام وشي. هغه زیاته کړه، مسلمانان له مذهبي او فرهنګي توپیرونو سره سره ډېر ګډ ارزښتونه لري او په اوسنیو شرایطو کې تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده چې پر دغو ګډو ټکو تکیه وشي او د اختلاف او ناسم پوهاوي پر ځای خبرې اترې دود شي. په کابل کې د ایران سفارت د فرهنګي چارو مسؤل همدارنګه وویل، د وحدت اوونۍ په مناسبت د وحدت اوونۍ لپاره د شعر شپه، قرآني نندارتونونه، د قرآن په اړه ناستې او پوهنتوني او رسنیز پروګرامونه په پام کې نیولي دي….

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-26 10:06:49

Timeline

  1. Parstoday

    حسیني: د وحدت اوونۍ د ایران او افغانستان د خلکو د اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-26 10:00:29

حسیني: د وحدت اوونۍ د ایران او افغانستان د خلکو د اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button