Kabulافغانستانامنیتپښتو

د امریکا یو محکمې پاکستان ته د توقیف شوو افغانانو د اېستلو پرېکړه… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-04 00:25:44🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال د امریکا له‌خوا د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکه کړې ده. نوموړي ویلي، واشنګټن له خپلو ۲۰ کلنو متحدانو سره «بې‌وفايي» کوي. هغه د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال له امریکا نه پاکستان ته او بیا افغانستان ته په جبري توګه د افغانانو پر لېږلو سختې نیوکې کړې دي. هغه ویلي: «دغه افغانان د دوی دوستان وو؛ خو اوس دوی په زور زموږ ګاونډي هېواد ته لېږي. دغه افغانانو ورسره خدمت کړی، عسکري یې کړې، ترجماني یې کړې، له هغوی سره یې ملګرتیا کړې، شل کاله یې په خدمت کې وو. خو نن یې په طیارو کې په زور کېنوي او بل ځای یې ښکته کوي». نوموړي اندېښنه ښودلې، چې په ګاونډي هېواد کې به یا له دوی استفاده کېږي او یا به یې بېرته افغانستان ته لېږي. نوموړي امریکا او چارواکي یې کبرجن، مغرور او له جبر څخه ډک خلک یاد کړل او زیاته یې کړه: «دا خلک بې‌باکانه، متکبرانه، د غرورو او جبر نه ډک خلک دي. هغوی وايي، دغه افغان کډوال څوک دي یو یې له ما سره کار کړی؛ نور یې په پښه ووهئ او له صحنې یې وباسئ، که مري، ځورېږي، کډوال کېږي او که بې‌کوره کېږي،…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-04 00:25:44

مهالوېش

  1. AF International

    حقاني: امریکا هغه افغانان له پاکستان نه بېرته افغانستان ته شړي چې ۲۰کاله یې ورسره خدمت کړی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-03 21:11:26

حقاني: امریکا هغه افغانان له پاکستان نه بېرته افغانستان ته شړي چې ۲۰کاله یې ورسره خدمت کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button