د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي، د هبتالله اخندزاده په یوه فرمان په افغانستان کې د زرګونو کسانو د وینې تویېدو مخه نیول شوې ده. د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني په جلالاباد کې د رسنیو د استازو، قلموالو او ځوانانو یوې غونډې ته په وینا کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د وروستي اقدام په غبرګون کې وویل: نړیوال د طالبانو د مشر شیخ هبتالله اخندزاده د نیولو حق نه لري. د جرمونو نړیوالې محکمې د اکتوبر په ۵مه د افغانستان په اړه د هبتالله اخندزاده، د طالبانو د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزارت د سرپرست حبیبالله آغا او د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست ندا محمد ندیم د نیولو څلور حکمونه پرانیستي دي. حقاني وویل: «د هغه چا په یوه فرمان چې د زرګونو کسانو د وینې تویېدو مخه ونیول شوه، د نړۍ ظالمې او بدنامې ادارې یې د نیولو حکم کوي.» هغه زیاته کړه چې له هر چا څخه باید د انصاف او عدالت تمه ونه شي او ادعا یې وکړه چې په افغانستان کې شته عدالت او انصاف د نړۍ په هېڅ بل ګوټ کې نشته. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وویل، په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو جګړو له امله د خلکو ترمنځ دښمنۍ رامنځته شوې، خلک وژل شوي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
حقاني: په افغانستان کې شته عدالت او انصاف د نړۍ په هېڅ بل ګوټ کې نشته
سرچینې
External sources
حقاني: په افغانستان کې شته عدالت او انصاف د نړۍ په هېڅ بل ګوټ کې نشته