افغانستانامنیتپښتو

طالبانو د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې څخه د پراختیایي پروژو د دوام غوښتنه کړې

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-06 09:26:17🎙 راډیو واورئ

د سرپرست حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له استازو سره په لیدنه کې د پراختیايي پروژو پر دوام او د دغو پروژو پر پایښت ټینګار شوی دی. د سرپرست حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، د دغه وزارت د کلیو د ابادۍ چارو معین محمد ارسلاح خروټي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له انجنیرانو سره لیدنه او خبرې کړې دي. د دغه وزارت په وینا، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام انجنیرانو په دې لیدنه کې د دغه بنسټ د پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، محمد ارسلاح خروټي هم د پراختیايي پروژو پر پایښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه پروژې باید په داسې ډول پلي شي چې د سیمې اوسېدونکي وکولای شي په اوږدمهال کې د هغوی له خدمتونو او ګټو برخمن شي.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-06 09:26:17

مهالوېش

  1. Parstoday

    طالبانو د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې څخه د پراختیایي پروژو د دوام غوښتنه کړې

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-06 09:16:41

طالبانو د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې څخه د پراختیایي پروژو د دوام غوښتنه کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button