KabulPoliticsافغانستاندری

فرانسې له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-03 06:37:04🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک): د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي چې دغه هېواد د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په موخه د اسلامي امارت له چارواکو سره تخنیکي خبرې پیل کړِي چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري. د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر لوران نونز تېره ورځ د فرانسې په پارلمان کې ویلي چې پاریس هڅه کوي د یو شمېر هغو افغانانو د بېرته ستنولو زمینه برابره کړي چې په دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي. هغه زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې د یو شمېر هغو افغانانو د بېرته ستنولو امکان برابر کړو چې په غیرقانوني ډول په فرانسه کې اوسېږي؛ دا تخنیکي خبرې دي.» نونز د نورو اروپایي هېوادونو اقداماتو ته په اشارې ویلي چې جرمني هم په دې برخه کې ګامونه اخیستي دي. د راپور له مخې، د فرانسې خبري اژانس د اکټوبر میاشتې په لومړیو کې د یوې فرانسوۍ ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی و چې پاریس د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د اسانه کولو لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې پیل کړې دي. سرچینه زیاتوي چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر اوس د دغه هېواد د پارلمان د غړو د پوښتنو په ځواب کې دغه خبرې تایید کړې دي. هغه ویلي چې یو شمېر افغان کډوال…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-03 06:37:04

خط زمانی

  1. Pajhwok

    فرانسې له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې تایید کړې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-03 11:05:35

فرانسې له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې تایید کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button