Kabulافغانستانامنیتپښتو

حنفي وايي د یوه ښوونکي د تبدیلي لپاره ۳۰۰ لاسلیکونو ته اړتیا ده — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-26 14:14:54🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د ریاست الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې د یادې ډلې تر واک لاندې ادارو کې د یوه ښوونکي د تبدیلی لپاره څه باندې ۳۰۰ لاسلیکونو ته اړتیا ده. نوموړي ویلي، په ادارو کې بې‌ځایه مراحل او پېچلتیا باید پای ته ورسېږي. د طالبانو د د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالغني برادر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف او مل پلاوي سره په لیدنه کې د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، برادر د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا او ثبات د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګټو ترڅنګ د سیمې د ثبات لپاره هم مهم وباله او ویې ویل، طالبان چمتو دی چې له ټولو شته ظرفیتونو په استفادې دغه اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړي. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ عمل پلان پر ښه تطبیق ټینګار کړی او له ازبکستان څخه یې غوښتي چې د افغانستان د صادراتي توکو د لېږدوونکو وسایطو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي، د افغان ترانزیټي مالونو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، د کرنیزو محصولاتو، وچو او تازه مېوو، خوراکي توکو او قیمتي معدني موادو د صادراتو لپاره د منځنۍ اسیا، روسیې او چین بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. د خبرپاڼې له مخې، برادر د ترانزیټي زیربناوو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-26 14:14:54

مهالوېش

  1. AF International

    حنفي وايي د یوه ښوونکي د تبدیلي لپاره ۳۰۰ لاسلیکونو ته اړتیا ده

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-26 10:50:16

حنفي وايي د یوه ښوونکي د تبدیلي لپاره ۳۰۰ لاسلیکونو ته اړتیا ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button