د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کانکور د پایلو په تړاو جوړې شوې ناستې ته وویل، چې سږ کال په کانکور ازموینه کې ۱۱۷ زره او ۱۵۰ کسانو ګډون کړی و. په نورستان کې ځايي سرچینو نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۱۵مه وویل، چې د طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر محمد شعیب اسلامیار د کونړ ولایت د چپې درې څخه د یوې دیارلس کلنې نجلۍ د تښتونې پرمهال د طالبانو امنیتي ځواکونو نیولی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی له کونړ څخه د نورستان مرکز پارون ته لېږدول شوی او اوس مهال د امنیه قوماندانۍ په بندخونه کې زنداني دی. سرچینې وايي، طالبان هڅه کوي چې دا مساله د جرګې له لارې حل کړي څو موضوع رسنیزه نه شي. یوې سرچینې وویل:« د طالبانو مسوولین هڅې کوي چې د خپلې ډلې د غړي دا پېښه پټه وساتي او د خبرو له لارې موضوع ته د حل لاره پیدا کړي.» محمد شعیب اسلامیار درې کاله د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو مدیر پاتې شوی دی. د طالبانو د ادارې پر عدلي او قضايي ادارو نیوکه کیږي، چې له بیاځلي واک ته رسېدو راهیسې هڅه کوي د خپلو غړو جرمونه او فساد پټ وساتي او رسنیز نه شي. تر اوسه طالبانو ددې موضوع په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ور کړي….
Quick facts
Timeline
-
AF International
حنفي: په سږني کانکور ازموینه کې څه باندې ۱۱۷ زره کسانو ګډون کړی و
Sources
Afghan sources
حنفي: په سږني کانکور ازموینه کې څه باندې ۱۱۷ زره کسانو ګډون کړی و