EnglishKabulافغانستانامنیت

حوثیانو په سره سمندر کې دوه نور ستراتیژیک ټاپوګان نیولي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-14 11:08:47🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د یمن حوثیانو په سره سمندر کې دوه نور ستراتیژیک ټاپوګان نیولي؛ د دوی دغه پرمختګ هغوی په جیبوتي کې د امریکا د پوځي اډې تر شاوخوا ۳۲ کیلومترۍ پورې رسولي دي. اسوشیټېډ پرېس نن (دوشنبه) د یمن د حکومت د چارواکو او حوثیانو په حواله راپور ورکړی چې له دغو ټاپوګانو د حکومت اړوند د سلګونو ځواکونو له شاتګ وروسته، حوثي ځواکونه په دوو هنیش ټاپوګانو کې ځای پر ځای شوي دي. د راپور له مخې، دغه ټاپوګان د باب‌المندب تنګي شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري؛ هغه مهمه سمندري لار چې اسیايي بازارونو ته د سعودي عربستان د نفتو د لېږد له مهمو مسیرونو څخه شمېرل کېږي او له هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ له کمېدو سره یې اهمیت نور هم زیات شوی دی. د حوثیانو دغه پرمختګ وروسته له هغه رامنځته شوی چې هغوی تېره اوونۍ د یمن په ساحل کې د «مخا» بندري ښار او د باب‌المندب تنګي دننه «میون» ټاپو هم نیولي وو. اسوشیټېډ پرېس لیکلي، د حوثیانو وروستیو پرمختګونو هغوی په جیبوتي کې د امریکا پوځي اډې ته شاوخوا ۳۲ کیلومتره نږدې کړي دي. جیبوتي د افریقا په ختیځ کې پروت هېواد دی چې د سره سمندر او عدن خلیج ترمنځ مهم جغرافیایي موقعیت لري. په راپور کې راغلي چې د «سعودي…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-14 11:08:47

Timeline

  1. Pajhwok

    حوثیانو په سره سمندر کې دوه نور ستراتیژیک ټاپوګان نیولي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-14 15:37:15

حوثیانو په سره سمندر کې دوه نور ستراتیژیک ټاپوګان نیولي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button