Summary: د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په ترڅ کې نن د اسلامي امارت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د دفاع، کورنیوچارو او بهرنیو چارو وزارتونو او د زندانونو چارو د سمون ادارې د تېر سپوږمیز کال لاسته راوړنې رسنیزې شوې. د بهرنیو چارو وزارت د لاسته راوړنو په راپور کې تېر سپوږمیز کال په سیاسي برخه کې د اسلامي امارت لپاره له لاسته راوړنو ډک بلل شوی دی.د یاد وزارت په راپور کې رغلي، چې تېر کال له یوې استثنا پرته له ګاونډیو هېوادونو سربېره د سیمې او نړۍ له مهمو او مطرح هېوادونو سره د افغاسنتان د اقتصاد محوره متوازن سیاست پر بنسټ اړیکې پیاوړې شوې او د سیمې او نړۍ په کچه په مهمو او لویو رسمي کنفرانسونو او ناستو کې د اسلامي امارت رغنده استازولي شوې ده. سرچینې زیاته کړې، چې د ۱۴۴۷ کال په ترڅ کې له کوېټ سره ډيپلوماتیکې او قونسلي اړیکې په رسمي ډول پیل شوې، د روسیې له لوري افغان حکومت په رسمیت پېژندل شوی، د اسلامي امارت درې سیاسي او قونسلي استازولۍ په بهرنیو هېوادونو کې فعالې شوې او د افغانستان لپاره د قطر، متحده عربي اماراتو، قراقستان او پاکستان هېوادونو سفیرانو سره موافقه شوې ده همدارنګه د بلاروس، نیجر او ګانا جمهوریتونو د غیر مقیمو سفیرانو اګریمان منل شوی دی. د راپور له مخې تېر کال د اسلامي امارت لوړ رتبه چارواکو او د مختلفو ادارو مسوولینو بېلا بېلو هېوادونو ته ۹۳ سفرونه کړي دي. په یاده موده کې همارنګه د مسکوفارمټ کې د افغانستان اسلامي امارت رسمي غړیتوب منل شوی او د بهرنیو چارو وزیر د دې فارمټ په اوومه ناسته کې رسمي ګډون او وینا کړې ده. په کابل کې د افغانستان- مرکزي اسیا مشورتي خبرو اترو تر عنوان لاندې د بهرنیو چارو مسوولینو په سطح د کنفرانس دایرېدل د بهرنیو چارو وزارت بله لاسته راوړنه بلل شوې ده. راپور زیاته کړه، چې تېرکال د دغه وزارت په هڅو له ایران څخه ۱۰۲۷ تنه او د ازبکستان، اذربایجان او متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه ۱۲۷ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته را انتقال کړي دي.د یادونې وړ ده، چې په یاده موده کې په بهر کې د افغان وګړو د لادرکۍ ۲۶۷ پېښې هم تعقیب شوې، چې په ترڅ کې یې ۷۲ تنه په مختلفو هېوادونو کې لاردکه افغان هېوادوال پیدا او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې؛ د بهرنیو چارو وزارت تېر کال د اسلامي امارت لپاره په سیاسي برخه کې له لاسته راوړنو ډک بللی
منابع
Afghan sources
حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې؛ د بهرنیو چارو وزارت تېر کال د اسلامي امارت لپاره په سیاسي برخه کې له لاسته راوړنو ډک بللی