کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان تازه بریدونه غندلي او له دغه هېواده يې غوښتي چې نور بايد د بېګناه افغانانو وژنه ودروي. خلیلزاد نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان له خوا ډېر خواشینوونکی خبر دی؛ د پاکستان هوايي بریدونو یو ځل بیا د ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده. هغه زیاته کړې، لکه د تېر په څېر، دغه بریدونه په کلکه غندي او نور بايد د بېګناه افغانانو وژنه ودرول شي. د يادونې ده، نن سهار وخته د پاکستان پوځي رژيم په کونړ او هلمند کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بريدونه وکړل. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې پاکستان تېره شپه د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمو کې د عامو خلکو پر کورونو بمبار کړی دی. هغه زياته کړې، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان شهیدان شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي او درې کورونه هم ویجاړ شوي دي. هغه دغه بریدونه غندلي او د ټولو منل شوو اصولو خلاف یې تېری او جنایت بللی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
خلیلزاد: پاکستان بايد د بېګناه افغانانو وژنه ودروي