Englishافغانستانامنیتخوست

خوست والي د ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه پرتو سیمو څخه لیدنه وکړه.

DevelopingSecurityخوست1 SourcesUpdated: 2026-10-05 05:46:42🎙 Listen to radio

د خوست والي ویاند مستغفر ګربز وایي، خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني په دې ولایت کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو ته سفر وکړ او هلته یې په ولسي ناستوکې ځایي اوسیدونکي په ځانګړې توګه ځوانان له نظام نه ملاتړ ته وهڅول ويې ویل. د خاورې ساتنه ملي وجیبه او د ټولو افغانانو ګډ مسولیت دی.خوست والي همدارنګه له دیني عالمانو او قومي مخورووغوښتل، چې قومي اختلافات یوې خواته کړي او ټول لکه د ورونو او یوې کورنۍ غړو په څېر ژوند وکړي او د قومي اختلافاتو په حل کې خپل رول ولوبوي. خوست والي داسې مهال ډیورنډ پولې ته څېرمه سیمو ته سفر کوي، چې له څه مودې راهیسې له پاکستان سره په اړیکو کې د ترینګلتیا رامنځته کیدو له امله پر ډیورنډ فرضي کرښه هم امنیتي وضیعت د بیړني حالت غوره کړی دی.

Quick facts

Locationخوست
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-05 05:46:42

Timeline

  1. Parstoday

    خوست والي د ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه پرتو سیمو څخه لیدنه وکړه.

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-05 05:43:46

خوست والي د ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه پرتو سیمو څخه لیدنه وکړه.

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button