خوست ښار کې د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت یو سړک جوړ… — Pajhwok
خوستښار (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): د خوست ښار په دویمه او درېیمه ناحیو کې د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت څه باندې یو کیلومتر سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د خوست ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدمتونو امر انجنیر رحمتالله پژواک ته وویل، د یادې پروژې چارې په تېرو نهو میاشتو کې بشپړې شوې دي. هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې چې د خوست ښار په دویمه او درېیمه ناحیو کې پلې شوې، د نږدې ۱۳۰۰ متره سړک او د څه باندې ۲۵۰۰ متره ویالو جوړول شامل وو او ټول ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی. د نوموړي په خبره، په ۱۴۰۵ لمریز کال کې د خوست ښاروالۍ له لوري د ۳۰ پرمختیايي پروژو پلې کېدو پلان جوړ شوی چې د دغو پروژو لپاره ۲۹۲ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده. بلخوا، د دویمې او درېیمې ناحیو اوسېدونکي او هټۍوال د یادې پروژې پر بشپړېدو خوښي څرګندوي. د دې سیمې یوه اوسېدونکي سید نواز فقیرزي پژواک ته وویل، له دې مخکې یې په سیمه کې سړکونه خام وو او د بارانونو پر مهال به له خټو او اوبو ډکېدل چې له امله یې د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ و. په همدې حال کې، یوه هټۍوال جهادګل هم وویل چې د سړکونو او ویالو په اساسي جوړېدو سره یې د تګ راتګ…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
خوست ښار کې د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت یو سړک جوړ شو
سرچینې
Afghan sources
خوست ښار کې د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت یو سړک جوړ شو