افغانستانامنیتپښتوخوست

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۱۴۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه — Bakhtar

روان خبرSecurityخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-07 00:19:05🎙 راډیو واورئ

Summary: د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په سنکیو کلي کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او مصلحینو په ګډو هڅو د دوو کورنیو ترمنځ له ۱۴۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه. د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي میا محمد ولي صدیقي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې د نیاز محمد او میرعاجم خان کورنیو ترمنځ یاده دښمني شاوخوا ۱۴۰ کاله پخوانۍ وه، چې له امله یې د یوې کورنۍ یو غړی وژل شوی و. هغه زیاته کړه، چې د شخړو د مخنیوي کمېسیون له جوړېدو وروسته د خپلمنځي شخړو د هواري بهیر چټک شوی او دا په خوست ولایت کې ۱۱۳مه روغه جوړه ده، چې د قومي مشرانو او مصلحینو په همکارۍ حل کېږي. د هغه په خبره، ټولې ثبت شوې خپلمنځي شخړې تر څار لاندې دي او د حل لپاره یې هڅې روانې دي. د تڼیو ولسوالۍ د قومي مشرانو په استازیتوب حاجي شروف تڼي له قومي مشرانو او ځوانانو وغوښتل، چې د خپلمنځي شخړو د حل لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. هغه وویل، قومي مشران او ځوانان د ټولنیزو ستونزو په هواري کې مهم رول لري او دا یې ملي او دیني مسوولیت دی. همدارنګه، د مراسمو یو تن ګډونوال مولوي محمد داود ترابي وویل، اوس مناسب فرصت برابر شوی، چې د ولسونو، قومونو او کورنیو ترمنځ شته شخړې د خبرو اترو او تفاهم له لارې هوارې شي. نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل، چې له هغو ناسمو دودونو او خبرو ډډه وکړي، چې د دښمنیو د دوام لامل ګرځي. د مراسمو په پای کې د تڼیو ولسوالۍ خطیب مولوي احسان الله د روغې جوړې پرېکړه‌لیک ولوست، چې دواړو کورنیو پرې رضایت څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به د ورورولۍ، سولې او متقابل درناوي په فضا کې ژوند کوي. د یادونې وړ ده، چې د روغې جوړې مراسم د پښتني دود له مخې د دواړو کورنیو د مشرانو ترمنځ د «ټوپۍ ړنګولو» او غاړې ورکولو په دود پای ته ورسېدل او په دې سره د دواړو کورنیو ترمنځ د دوستۍ او پخلاینې نوی پړاو پیل شو.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-07 00:19:05

مهالوېش

  1. Bakhtar

    خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۱۴۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-06 17:21:41

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۱۴۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button