Summary: د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د خوست او لوګر ولایتونو د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني د ځایي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده. د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه دښمني ۱۶ کاله وړاندې د خوست ولایت د محمد ولي او د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د حاجي تحصیل کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې دواړو لوریو ته پکې مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو.د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو، د ځایي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب دواړه لوري سره پخلا او دغه اوږدمهاله دښمني پای ته ورسېده.ورته مهال، دواړو پخلا شویو لوریو د روغې جوړې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به په خوښۍ، ورورولۍ او سوله ییزه فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، دغه روغه جوړه د قومي جرګو او شخړو د حل په لړ کې د یاد ریاست ۱۱۹مه بریالۍ روغه جوړه ده.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده
Sources
Afghan sources
خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده