خوست (پژواک، ۲۴ سنبله ۱۴۰۵): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۷ کلنه دښمني د قومي مشرانو، علماوو او مصلحینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده. دغه وزارت نن (سېشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي میا محمدولي صدیقي په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې دا په دغه ولایت کې د قومي مشرانو او مصلحینو په هڅو د روغې جوړې ۱۲۰مه بریالۍ قضیه ده. نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل چې په بېلابېلو سیمو کې د شته ستونزو او شخړو د حل لپاره خپلو هڅو ته لا پراختیا ورکړي. د مسوولینو په خبره، د دې ۵۷ کلنې دښمنۍ له امله دواړو لورو ته د درنو مالي زیانونو ترڅنګ، ګڼ اختلافات رامنځته شوي وو چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی هم و. مسوولین وايي، د قومي مشرانو، علماوو او مصلحینو په منځګړیتوب ښکېل لوري سره راټول شول او د جوړجاړي له منلو وروسته یې خپلې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښود او پر سولې او ورورولۍ یې ټینګار وکړ.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده
Sources
Afghan sources
خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده