Developmentافغانستانخوستدری
خوست کې د سلام مخابراتي شبکې یو نوی سایټ فعال شو — Bakhtar
Summary: د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په شیرپاڼي غره کې د سلام مخابراتي شبکې نوی ۴ جي سایټ فعال شو. د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه سایټ د افغان ټیلیکام شرکت دTDF لسمې پروژې په چوکاټ کې، د یاد ریاست د پرلهپسې هڅو په پایله کې فعال شوی دی. د مسوولینو په وینا، د دغه سایټ په فعالېدو سره به د ځاځي میدان ولسوالۍ د الګاډې، حسنخېلو، اکا کلي، سکندرا او شاوخوا نورو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د باکیفیته د ۴ جي انټرنټي او مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شي. هغوی زیاته کړې، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به په سیمه کې د مخابراتي پوښښ کچه پراخه، د چټک انټرنېټ اسانتیاوې زیاتې او د خلکو مخابراتي خدمتونه به د پام وړ ښه او اغېزمن شي.
اطلاعات کوتاه
مکانخوست
موضوعDevelopment
منابع1
بهروزرسانی2026-07-10 07:07:06
خط زمانی
-
Bakhtar
خوست کې د سلام مخابراتي شبکې یو نوی سایټ فعال شو