افغانستانامنیتخوستدری

خوست کې د سلګونو میلیونو افغانیو په ارزښت د برېښنا رسونې پنځه پروژې پیل شوې

در حال تکمیلSecurityخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-22 12:25:50🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس مولوي عبدالحق همکار په دې موخه د خوست په مرکز کې جوړو شویو مراسمو ته وویل، د برېښنا رسونې دا پنځه پروژې د خوست ولایت په مرکز اړوند متون، صبریو او جانیخیلو ولسوالیو کې ترسره کېږي، چې ټولیز لګښت یې ۳۷۷ میلیونه افغانۍ کېږي او د برېښنا ریاست له بودجې ورکول کېږي. مولوي عبدالحق همکار وویل، د دې پروژو په بشپړېدو سره به نه یوازې دا، چې له اوو تر پنځلس زرو کورنیو ته برېښنا ورسول شي، بلکې پر برېښنا چلېدونکو صنعتي کارخونو فعالیت به زیات او د تولید کچه به لوړه شي او همدارنګه به خلکو ته د کار کولو نوي فرصتونه برابر شي. دې مراسمو ته د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني هم وینا وکړه او له خوستوالو یې وغوښتل، چې پر یو بل په باور کولو سره خپله سیمه پخپله جوړه کړي. هغه خوستوالو ته وویل، له بهره خپله پانګه دننه راوړئ، دلته یې په کار واچوئ او نورو وزګارو ته د کار کولو فرصتونه برابر کړئ. خوستوال هم د برېښنا رسونې د دې پروژو د چارو د پیل له امله خوشحاله دي او وایي، برېښنا د انسان د ورځني ژوند له لومړنیو اړتیاوو څخه ده او هر څومره چې دا اړتیا پوره وي، هماغومره ژوند هم هوسا وي. د خوست د برېښنا ریاست د معلوماتو له…

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-22 12:25:50

خط زمانی

  1. Parstoday

    خوست کې د سلګونو میلیونو افغانیو په ارزښت د برېښنا رسونې پنځه پروژې پیل شوې

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-22 12:17:39

خوست کې د سلګونو میلیونو افغانیو په ارزښت د برېښنا رسونې پنځه پروژې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button