Summary: د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې دي. په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني، د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، د عامې روغتیا رئیس مولوي اختر محمد عکرمه، د بېلابېلو ادارو مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و. په پیل کې د خوست د عامې روغتیا رئیس مولوي اختر محمد عکرمه وویل، چې د تڼیو ولسوالۍ لپاره د دغه مجهز عمومي روغتون جوړېدل د سیمې خلکو لپاره مهم ګام دی او په بشپړېدو سره به یې اوسېدونکي معیاري او اړینو روغتیايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ومومي. نوموړي د روغتون د منظورۍ او عملي کېدو په برخه کې د ټولو همکارو لوریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د خوست ولایت په نورو سیمو کې هم ورته روغتیايي پروژې پلې شي. همداراز د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني هم د پروژې د پیل هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د وزارت رهبري ژمنه ده چې د هېواد ټولو وګړو ته معیاري، عادلانه او باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړي. په همدې حال کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د روغتون جوړېدل د روغتیايي سکټور په برخه کې مهم پرمختګ وباله او ویې ویل، چې دا روغتون به د تڼیو ولسوالۍ او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي. د یادونې وړ ده، چې په تڼیو ولسوالۍ کې جوړېدونکی ۵۰ بستریز عمومي روغتون به د داخله، جراحۍ، نسایي ـ ولادي او اطفالو په څانګو کې د بستر او خارج بستر (OPD) په کچه معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
خوست کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
خوست کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې