Economyافغانستانپښتوخوست

خوست کې د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل… — Bakhtar

روان خبرEconomyخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-28 17:03:02🎙 راډیو واورئ

Summary: د خوست ښاروالۍ مسوولین وايي چې د خوست ښار د نوې اداري ودانۍ لپاره د ١١.٥ میلیونه افغانیو په لګښت د چمن د کرلو او د احاطوي دېوال او د جوړولو پروژې چارې پیل شوې. د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د خوست ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدمتونو امر انجینر رحمت‌الله ځواک وویل، چې د خوست ښاروالۍ د نوې ودانۍ د جوړولو په موخه د دغه ښار د مجاهد څلورلارې په جنوبي لوري کې د زوړ ولایت پر شپږ جریبه ځمکه د احاطوي دېوال او شنې ساحې د جوړولو چارې پیل شوې. هغه وویل چې د ښار د پراختیا، د مراجعینو او اداري چارو د زیاتوالي له امله د ښاروالۍ اوسنۍ ودانۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه ده. نوموړي زیاته کړې، چې د اصلاحي پلان له مخې، په پام کې ده چې د ښار په منځ کې د ښاروالۍ د اوسنۍ ودانۍ پر ساحه تجارتي مارکېټونه جوړ او په نوي ځای کې د ښاروالۍ لپاره پراخه ودانۍ جوړه شي. هغه وویل، ټاکل شوې چې په راتلونکي کال کې به د ښاروالۍ نوې ودانۍ د جوړولو چارې هم پیل شي.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-28 17:03:02

مهالوېش

  1. Bakhtar

    خوست کې د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-28 15:56:40

خوست کې د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button