Summary: د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت د مرکز متون ښار د کونډیو صحرا په سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې، د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ایوب خېلو جبې لوبډلې خپلې سیالې د کونډیو ځوانانو لوبډلې ته د ۱ ـ ۰ ګول په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.د مسوولینو په وینا، دغه سیالۍ د فوټبال ورزش د ودې، د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا او د ځوانو استعدادونو د پېژندنې په موخه ترسره کېږي.
لنډ معلومات
ځایخوست
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-08-05 09:57:12
مهالوېش
-
Bakhtar
خوست کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې