Summary: د خوست ولایت په مرکز متون او یو شمېر ولسوالیو کې د ۳۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو پنځو پروژو چارې پیل شوې. په یاده موخه جوړو شویو مراسمو کې د خوست د برېښنا رئیس قاري عزتالله مخلص وویل چې یادې پروژې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د متون ښار، متون منګل کوټ، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د داخیو او ځني خېلو سیمو او د صبریو ولسوالۍ کې پلې کېږي. هغه زیاته کړې چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به ۱۵ زره کورنیو ته برېښنا برابره شي. ورته مهال د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني یادې پروژې د خوست لپاره مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې چارې به یې په ټاکلي وخت کې بشپړې شي. ورته مهال د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس مولوي عبدالحق همکار وویل، چې په هېواد کې د برېښنا د پراختیا لپاره شاوخوا ۱۵ میلیارده افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې او هڅې روانې دي، څو د وارداتي برېښنا اړتیا راکمه او له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا تولید زیات شي. همدارنګه، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د دغو پروژو پیل د هېواد د آبادۍ او ځانبسیاینې په برخه کې مهم ګام وباله او له بهر مېشتو افغان سوداګرو او پانګهوالو یې وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. نوموړي له افغانانو هم وغوښتل، چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي او پر یو بل باور او اعتماد ولري.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
خوست کې د ۳۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو پروژو چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
خوست کې د ۳۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو پروژو چارې پیل شوې