کابل (پژواک، ۲۹ سرطان ۱۴۰۵): د خوست امنیه قومانداني وایي، له امریکا راستون شوی د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو یو پخوانی کارکوونکی د شخصي دښمنۍ له امله په ډزو وژل شوی او په خواله رسنیو کې دې پېښې ته د سیاسي رنګ ورکولو ادعاوې ناسمې دي. د خوست د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د خوست ښار د ۱۲۰۰ فامیلیو اړوند د ابدالي روغتون مخې ته د ننګیالي په نوم د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو یو کارکوونکی په ډز وژل شوی دی. سرچینه زیاتوي چې ننګیالی د خوست مرکز متون اړوند خبشخېلو اوسېدونکی و، ابدالي شفاخانې ته د یوه ناروغ پوښتنې ته ورغلی و او د شخصي دښمنۍ له امله د تومانچې په ډزو وژل شوی دی. خبرپاڼه کې راغلي: «ننګیالی د پخواني نظام له سقوط وروسته امریکا ته تللی و او شاوخوا لس ورځې وړاندې هېواد ته راستون شوی و. د یادونې وړ ده چې د نوموړي یو ورور هم د جمهوریت پر مهال د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی و.» امنیې قوماندانۍ لیکلي چې له پېښې وروسته په خواله رسنیو کې یادې موضوع ته سیاسي رنګ ورکړل شوی چې دغه ډول ادعاوې ناسمې او بېبنسټه دي. خبرپاڼه کې راغلي چې اړوندې ادارې د پېښې د څېړنې او د عاملینو د پېژندنې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
خوست کې له امریکا د راستانه شوي یوه پخواني پوځي وژل کېدل