HealthKabulافغانستانپښتو

خوست کې ۲۵ درملتونونه، کتنځایونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-08 04:37:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د خوست ولایت مقام وایي، د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو له‌ خوا په خوست ښار او د موسی‌خېلو ولسوالۍ اړوند سیمو کې ۲۵ درملتونونه، کتنځایونه او نور روغتیايي مرکزونه د نافذه اصولو د نه رعایت له امله تړل شوي دي. د یاد ولایتد مقام خبرپاڼه کې راغلي. د ترسره شوې ارزونې له مخې، ۱۲ درملتونونه د فارمسست نشتوالي او په داخل کې د ناقانونه تطبیقاتو له امله وتړل شول. سرچینه زیاتوي، دغه‌راز ۶ د تطبیقاتو خونې، ۲ د غاښونو کلینیکونه، یو لابراتوار، ۳ د OPD معاینه‌خونې او یو سنتي روغتیايي مرکز د جواز نشتوالي له امله وتړل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، دغه راز د یادې ارزونې په جریان کې ۹۷ قلمه بېلابېل تاریخ‌تېر درمل چې ټولټال ۴۵ کیلوګرامه وزن یې درلود، راټول او د له منځه وړو په موخه د خوست د عامې روغتیا ریاست ته انتقال کړل شول. د عامې روغتیا ریاست مسولینو ویلي چې د روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو څارنه به دوام ولري او له هغو مرکزونو سره به قانوني چلند وشي چې د روغتیايي خدمتونو اړوند اصول او مقررات نه رعایتوي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 04:37:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    خوست کې ۲۵ درملتونونه، کتنځایونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-08 09:04:18

خوست کې ۲۵ درملتونونه، کتنځایونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button