د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په بېلابېلو عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د ۱۱ وسلهوالو د وژلو ادعا کړې ده. د هریپور ولسوالۍ د پولیسو مشرشفیع الله ګنډاپور د پوليسو د ځانګړې تحقیقاتي ډلې له غړو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ایت نور د ورکېدو راپور د اګست په ۱۰مه د ماشومې د پلار شفیق له خوا ثبت شوی و. د ماشومې پلار محمد شفيق ويلي، ايت نور یې يوازينۍ پنځه کلنه لور وه، او په داسې حال کې لادرکه شوې چې له کوره لوبو ته وتلې او بېرته نه وه ستنه شوې. شفيع الله ګنډاپور په خبري غونډه کې وويل، پوليسو د امنيتي کامرو په مرسته په پېښه کې د ککړو تورنو کسانو د پېژندلو په برخه کې مهم معلومات ترلاسه کړي دي. هغه زیاته کړه، پولیسو د دغو معلوماتو پر بنسټ عثمان د لقمان زوی، قاسم د نثار احمد زوی او طلحه د فرید زوی ونیول او د پېښې لپاره کارول شوی موټرسایکل یې هم ترلاسه کړ. ګنډاپور وويل، عثمان په محکمه کې د ماشومې د تښتونې او جنسي تېري اعتراف کړی دی. قاسم د دوه ورځني توقيف لپاره پولیسو ته سپارل شوی، په داسې حال کې چې د کمعمرۍ له امله طلحه په عدالتي توقيف کې د هریپور مرکزي…
Quick facts
Timeline
-
AF International
خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې عملیات؛ ۱۱ وسله وال وژل شوي
Sources
Afghan sources
خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې عملیات؛ ۱۱ وسله وال وژل شوي