HealthKabulافغانستاندری

خیبرپښتونخوا کې ترافیکي پېښه؛ ۸ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-06 07:00:10🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) ـ د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په ایبټ‌اباد سیمه کې د مسافر وړونکي بس او د بار وړونکې لارۍ د ټکر له امله لږ تر لږه اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰ نور ټپیان شوې دي. ډان ورځپاڼې د ژغورنې ادارې د چارواکو په حواله راپور ورکړې چې دغه پېښه نن جمعه سهار وختي د خیبر پښتونخوا په ایبټ‌اباد کې د هزاره موټروې د هویلیان انټرچینج ته څېرمه رامنځته شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې بس له ګلګت څخه راولپنډۍ ته روان و چې دغه پېښه رامنځته شوه. سرچینې ویلي چې په یادو ټپیانو کې پنځه ماشومان او شپږ ښځې هم شاملې دي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي او د څلورو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی. په راپور کې راغلي چې تر دې پېښې یوه ورځ مخکې د پاکستان د پنجاب ایالت په پاکپټان سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس او لارۍ د ټکر له امله ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ نور ټپیان شوي وو.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-06 07:00:10

خط زمانی

  1. Pajhwok

    خیبرپښتونخوا کې ترافیکي پېښه؛ ۸ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-06 11:28:56

خیبرپښتونخوا کې ترافیکي پېښه؛ ۸ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button