د خیبر پښتونخوا پولیسو د نرښځیانو ټولنې پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هغوی د ستونزو د ژر حل لپاره په امنیتي مرکزونو کې د ځانګړو ډېسکونو د جوړولو پرېکړه کړې ده. د چارواکو په وینا، لومړی ډېسک به په چارسده کې پرانیستل شي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو یو کال تېر شوی، چې په دې موده کې نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته د میلیاردونو روپیو زیان اوښتی، بلکې له خیبر پښتونخوا څخه تر پنجاب پورې سوداګر هم له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي. د سوداګرۍ د اوږدمهاله ځنډ له امله سوداګر د خپلو کاروبارونو د بېرته پیل په اړه ناهیلي شوي دي. سوداګر وايي، د لارو له تړل کېدو راهیسې یې کاروبارونه له سختو ستونزو سره مخ دي او د سوداګریزو اړیکو د ژر بېرته پیلېدو هیله یې کمه شوې ده. د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوه مخکښ غړي شاهد حسین، چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته د سمنټو د لېږد په سوداګرۍ بوخت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د اوسني وضعیت له مخې داسې نه ښکاري چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې به ژر بېرته عادي شي. نوموړي د سوداګرۍ د بندښت د لاملونو په اړه وویل: «موږ نه پوهېږو چې د سوداګرۍ د بندولو موخه څه ده….
Quick facts
Timeline
-
AF International
خیبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د خوندیتوب لپاره ځانګړي ډېسکونه جوړېږي
Sources
Afghan sources
خیبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د خوندیتوب لپاره ځانګړي ډېسکونه جوړېږي