DevelopmentKabulافغانستانپښتو

خیبر پښتونخوا کې د ځمکې ښویېدو له امله یوه ښځه مړه او څلور… — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-23 07:23:04🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د خیبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې د تنورونو جوړولو لپاره د خاورې کيندنې پر مهال ځمکه ښویېدلې چې له امله يې یوه ښځه مړه او څلور نورې ټپیانې شوې دي. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ (د اکټوبر ۲۲مه) د شانګلې ولسوالۍ په کوزه اوري سیمه کې شوې ده. د سیمې اوسېدونکو ویلي، دغه ښځې د تنورونو او ديګ‌دانونو جوړولو لپاره د خاورې وړلو په موخه يادې سیمې ته تللې وې چې ناڅاپه ځمکه پرې ښویېدلې او تر خاورو لاندې شوې دي. د راپور له مخې،‌د سیمې اوسېدونکو پنځه واړه ښځې له خاورو راایستلې او د پورن ولسوالۍ مرکزي روغتون ته یې لېږدولې دي؛ خو یوې ښځې روغتون ته له رسېدو وروسته ساه ورکړې او څلور نورې تر درملنې لاندې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-23 07:23:04

مهالوېش

  1. Pajhwok

    خیبر پښتونخوا کې د ځمکې ښویېدو له امله یوه ښځه مړه او څلور نورې ټپیانې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-23 11:52:39

خیبر پښتونخوا کې د ځمکې ښویېدو له امله یوه ښځه مړه او څلور نورې ټپیانې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button