د بدخشان ولايت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس ذبيح الله امیري، د سې شنبې پر سهار د بهارک – فيض آباد پر لاره په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی وو. په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت څانګې داعش خراسان ډلې د چهارشنبې په ورځ وويل چې دغه بريد دوی ترسره کړی دی. اړونده موضوع: په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس وژل سوی د «SITE» په نوم د استخباراتي څارونکې ادارې له خوا په يوه اعلاميه کې نقل قول شوی چې داعش د طالبانو د قوماندان او د هغه د یوه ساتونکي د وژلو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. امیري، د هلمند ولایت د طالبانو د والي امام الدين منصور، وراره وو. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ويلي دي چې يو بريدګر وژل شوی او بل یې نيولی دی. زیاته شوې ده چې دغه ډول کړنې به د دوی هوډ کمزوری نه کړي. طالبان په افغانستان کې د امنيت د ټينګولو ادعا کوي خو په ۲۰۲۱م کال په دويم ځل واک ته د دوی له رسېدو راهېسې وخت ناوخته بريدونه کيږي. داعش ډلې د دغو ځينو بريدونو پړه منلې ده چې په کابل کې د چينايانو پر يوه رستورانت بريد هم پکې شامل دی.په جنورۍ میاشت کې دغه بريد لږ تر لږه ۷ کسان وژلي ول. اړونده موضوع: په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Dw
داعش په بدخشان کې د طالب چارواکي د وژلو مسئوليت منلی دی