د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخوندزاده د انرژۍ په اوولسم نړیوال فورم کې د ګډون او د افغانستان د انرژۍ سکتور د پراختیا لپاره د لا زیاتو همکاریو د جلبولو په هدف د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت د شنبې په ورځ وویل چې په دې نړیواله غونډه کې به د کابو ۱۰۰ هېوادونو استازي د انرژۍ د سکتور پر مهمو موضوعاتو، شته ستونزو او د همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړي او خپلې تجربې به سره شریکې کړي. افغانستان اوس هم د خپلې اړتیا د برېښنا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو څخه پوره کوي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام تر دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې شاوخوا ۹۷ سلنه وګړي د لسیزو جګړو او د زېربناوو په برخه کې د پانګونې د کمښت له امله د برېښنا له کمښت سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د هر وګړي د انرژۍ کلنی مصرف په منځنۍ کچه شاوخوا ۷۰۰ کیلوواټهساعته دی، چې د نړۍ له منځني اندازې سره نژدې ۳۰ برابره توپیر لري
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
دافغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د انرژۍ په نړیوال فورم کې د ګډون لپاره ریاض ته تللی
منابع
External sources
دافغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د انرژۍ په نړیوال فورم کې د ګډون لپاره ریاض ته تللی