Economyافغانستاندری

دایکنډي د څو ښځو له خوا یوه تولیدي کارخونه جوړه شوې خو د… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomy1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-19 07:17:02🎙 رادیو را بشنوید

نیلي (پژواک) – د دایکنډۍ په مرکز نیلي ښار کې څو ښځو د ۶۰ زره افغانیو په پانګونه یوه تولیدي کارخونه جوړه کړې ده. دغه ښځې وايي چې دوی اوس‌مهال مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري څو د کارخونې فعالیتونه پراخ کړي. دغه تولیدي شرکت څلور میاشتې مخکې د شپږو ښځو له خوا د ۶۰ زره افغانیو په پانګونه په نیلي ښار کې جوړ شوی او اوس ټولې نهه ښځې کار پکې کوي. د دغه شرکت یوې بنسټ‌اېښودونکې وجیهې حیدري پژواک ته وویل، دوی په دې کارخونه کې رب، اچار، چټني او مالګین بادرنګ تولیدوي او ترڅنګ یې ځینې مېوې او سابه هم په معیاري ډول وچوي او بازار ته یې وړاندې کوي. حیدري زیاته کړه، د دغه شرکت ټول اړین لومړني توکي د دایکنډي له کروندګرو او بڼوالو پېرل کېږي. د هغې په خبره: «ډېرې ښځې د پانګونې د پراختیا لپاره د ښو نظرونو او طرحو له لرلو سره سره، د لومړنۍ پانګې د نشتوالي او د ښځو تر مدیریت لاندې د لویو اقتصادي فعالیتونو د کمښت له امله د خپلو طرحو عملي کولو فرصت نه لري؛ له همدې امله موږ هڅه وکړه چې په خپلو محدودو امکاناتو د پانګونې لومړني ګامونه په عملي ډول واخلو.» د ښځو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول او د کروندګرو ملاتړ د دغه تولیدي شرکت مشرې حافظې احمدي د ځايي کروندګرو…

اطلاعات کوتاه

موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-19 07:17:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    دایکنډي د څو ښځو له خوا یوه تولیدي کارخونه جوړه شوې خو د پراختیا لباره یې ملاتړ ته اړې دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-19 11:46:50

دایکنډي د څو ښځو له خوا یوه تولیدي کارخونه جوړه شوې خو د پراختیا لباره یې ملاتړ ته اړې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button