Developmentافغانستاندری

دایکنډي کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopment1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-28 15:42:07🎙 رادیو را بشنوید

نیلي (پژواک) – د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د خلکو په څه باندې څلور میلیونه افغانیو شخصي لګښت د «کتوت هلکانو لېسې» لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي. د دایکنډي د پوهنې ریاست د نشراتو مسوول یاسر محقق وویل، د دې لېسې ودانۍ د څه باندې څلور میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په شخصي مرستو جوړېږي. هغه زیاته کړه، د دې ښوونځي زده‌کوونکي مخکې د مناسب درسي ځای د نشتوالي له ستونزې سره مخ وو، خو د ودانۍ په جوړېدو سره به هغوی ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شي. د نوموړي په وینا، دغه ودانۍ د ۱۰ درسي ټولګیو او څلورو اداري خونو په درلودو جوړېږي. د شهرستان د پوهنې امر قاري سیدولي سعیدي په دې مراسمو کې د ټولنې د پرمختګ لپاره د پوهنې او روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ او د ښوونیزو بنسټونو په پیاوړتیا کې یې د خلکو ونډه او همکاري ارزښتناکه وبلله. هغه د سیمې د اوسېدونکو د مرستو او ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل چې د پوهنې ریاست د ښوونیزو اړتیاوو پوره کولو په موخه له ټولو هڅو ملاتړ کوي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د دایکنډي ولایت د یو شمېر نورو ښوونځیو ودانۍ هم د خلکو په شخصي لګښت جوړې شوې دي.

اطلاعات کوتاه

موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-28 15:42:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    دایکنډي کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-28 20:10:17

دایکنډي کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button