نیلي (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): دایکنډي کې یو شمېر بڼوال وايي، په وروستیو کلونو کې د پرلهپسې وچکالیو او اقلیمي بدلون له امله د بادامو حاصلات د پام وړ کم شوي چې له امله یې د کورنیو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی. په همدې حال کې، مسوولین سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو د حاصلاتو د شاوخوا ۲۰ سلنې کمښت خبره کوي. د معلوماتو له مځې، د دایکندي بادام د هېواد له مشهورو او باکیفیته بادامو شمېرل کېږي او د دغه ولایت د خلکو د اقتصاد لویه برخه د بادامو په حاصلاتو پورې تړلې ده. بڼوال: وچکالیو زموږ اقتصاد ځپلی دی د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ یوه بڼوال اکبر جویا پژواک ته وویل چې په تېرو څو کلونو کې د پرلهپسې وچکالیو او طبیعي افتونو له امله د بادامو حاصلات کم شوي دي. هغه زیاته کړه: «ستونزې مو ډېرې شوې دي؛ اوبه نشته، بادام حاصل نه کوي، ځینې ونې مو وچې شوې دي، هغه چپه کوو او سون لپاره یې ږدو؛ ژوند مو پر بادامو ولاړ و، خو اوس ډېر سخت شوی دی.» د نوموړي په خبره، په تېرو کلونو کې به یې د بادامو له باغ څخه څه باندې ۱۵۰ منه حاصل ترلاسه کاوه او بادام به یې په ښه بیه پلورل او پیسو یې د کور د لګښتونو ډېره برخه پوره کوله. هغه وویل: «څو کاله…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
دایکنډي کې وچکالۍ د بادامو حاصلات کم کړي؛ بڼوال د څاڅکي اوبولګولو سیسټم برخه کې د مرستې غوښتنه کوي
Sources
Afghan sources
دایکنډي کې وچکالۍ د بادامو حاصلات کم کړي؛ بڼوال د څاڅکي اوبولګولو سیسټم برخه کې د مرستې غوښتنه کوي