Developmentافغانستانپښتو

دایکنډي کې ۱۸۰ ښوونځي ودانۍ نه لري — Pajhwok

روان خبرDevelopment1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-21 09:07:50🎙 راډیو واورئ

نیلي (پژواک) – سره له دې چې په دایکنډي کې سږ کال د اتو ښوونځیو ودانۍ بشپړې شوي او د اوو نورو د جوړولو چارې روانې دي، لا هم په دغه ولایت کې ۱۸۰ ښوونځي ودانۍ نه لري؛ زده‌کوونکي له دې وضعیته شکایت کوي او کارپوهان وایي چې نامناسب ښوونیز چاپېریال د زده‌کوونکو پر انګېزې او زده‌کړو منفي اغېز کوي. دایکنډي د افغانستان له غرنیو ولایتونو څخه دی چې جغرافیایي ستونزو، د لارو سختوالي او د استوګنیزو سیمو لرې‌والي یې ښوونیزو مرکزونو ته د زده‌کوونکو لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی. د دغو ستونزو ترڅنګ، د ښوونځیو او معیاري ښوونیزو ودانیو کمښت هم په دغه ولایت کې له پخوانیو ننګونو څخه ګڼل کېږي. د دایکنډي یو شمېر زده‌کوونکي د ښوونځي درسونه په خېمو او جوماتونو کې وایي د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د امید کلي یو مخور سلطان کربلایي وایي، په کلي کې یې ښوونځی شته، خو ودانۍ نه لري؛ له همدې امله یې ماشومان تل تر خېمو لاندې یا په ازاده فضا کې درسونه وایي. هغه زیاته کړه چې د کال په ګرمو موسمونو کې ګرمي، دوړې او بادونه د زده‌کوونکو د زده‌کړو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کوي. ده وویل، ډېری زده‌کوونکي د هغو ناروغیو له امله چې د ده په وینا، تر ډېره د ښوونځي د نامناسب چاپېریال له امله رامنځته کېږي، نه شي کولای…

لنډ معلومات

موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-21 09:07:50

مهالوېش

  1. Pajhwok

    دایکنډي کې ۱۸۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-21 13:36:18

دایکنډي کې ۱۸۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button