HealthKabulافغانستانپښتو

دفاع وزارت: تېره یوه میاشت کې د وسلو، مهماتو او نورو توکو د… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-18 09:54:06🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د ملي دفاع وزارت وایي، افغان دفاعي ځواکونو د تېرې یوې میاشتې په اوږدو بهر ته د وسلو، مهماتو، نشه‌يي او نورو توکو د قاچاق په تور ۱۶ کسان نیولي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په یادو قاچاقي وسلو، مهماتو او توکو کې نهه کارتنه بېلابېل ډول روغتیایي درمل، او طبي توکي، ٢٣ بنډله سانیه‌سوز، ۲۳۰۰ ګرامه اپین، ١٨ کیلوګرامه شیشه، ٨ کلاشینکوفونه، ٢ پیکاوې، اووه اېم‌‌فور، ١٢ تومانچې، ٢٦٢ بېلابېل ډول ثقيله مرمۍ، ٦ موټرسایکلونه او د ٥٦ موټر او د موترو پرزې شامل دي. سرچینه زیاتوي، دغه‌راز له دغو قاچاقي توکو سره ١٦ قاچاقبران هم نیول شوي چې غوښتل یې یاد توکي په غیرقانوني توګه له افغانستانه نورو هېوادونو ته انتقال کړي. د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو قانوني مراجعو ته سپارل شوي دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-18 09:54:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    دفاع وزارت: تېره یوه میاشت کې د وسلو، مهماتو او نورو توکو د قاچاق په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-18 14:23:46

دفاع وزارت: تېره یوه میاشت کې د وسلو، مهماتو او نورو توکو د قاچاق په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button