Englishافغانستانامنیت

دفاع وزارت: د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ۱۰۳۰ پوستې جوړې شوې دي |… — Amu TV

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-11-28 12:17:02🎙 Listen to radio

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وایي، د هېواد په بېلابېلو سیمو او د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه یې د ۶.۵ میلیارده افغانیو په لګښت پنځه لېواګانې، ۱۱ کنډکونه، ۲۲ ټولي او ۱۰۳۰ پوستې جوړې کړې دي. ددغه وزارت مرستیال، عبدالستار هاشمي ویلي، دغه پوځي تاسیسات د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري. د هاشمي په وینا، د دغو تاسیساتو د جوړولو لپاره ټولټال ۶.۵ میلیارده افغانۍ لګول شوې دي. د وزارت د څرګندونو له مخې، د دغو تاسیساتو یوه برخه د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه جوړه شوې ده. خو دفاع وزارت د یادو تاسیساتو د جوړولو د بشپړېدو د نېټې، د هغوی د دقیقو موقعیتونو او د هرې برخې د جلا لګښتونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-28 12:17:02

Timeline

  1. Amu TV

    دفاع وزارت: د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ۱۰۳۰ پوستې جوړې شوې دي | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-11-28 10:58:03

دفاع وزارت: د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ۱۰۳۰ پوستې جوړې شوې دي | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button