Kabulافغانستانامنیتپښتو

دفاع وزارت: کامدېش ته د پاکستان په ملاتړ رااوښتي وسله‌وال سخت وځپل شول — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-27 11:03:16🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان دفاع وزارت وایي، پاکستان د افغانستان د ناامنۍ لپاره د وسله‌والو ډلو ملاتړ او هڅونه کوي او په دې لړ کې یې د نورستان د کامدېش پر لور څو ډلې رااستولې وې چې ۲۸ کسان یې وژل شوي او ۳۲ نور نیول شوي دي؛ دغه وزارت له هغو کسانو چې له دغو ډلو سره یوځای شوي، غوښتي چې له افغان ځواکونو سره اړیکه ونیسي او تسلیم شي. د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «تېره ورځ د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت د ډیورند کرښې پورې غاړې څخه د پاکستاني ملېشو په ملاتړ او تشویق د داعشي فتنه‌ګرو او د شر او فساد د عناصرو څو ګروپونه د افغانستان خوا ته د شرارتونو او ناامنۍ جوړولو په موخه را واړول شول.» وزارت لیکلي چې افغان ځواکونو «د دښمن د دغې شومې دسیسې» پر وړاندې په ډېره چټکۍ عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې د دښمن تحرکات سخت وځپل شول، ۲۸ تنه یې ووژل شول، ۳۲ تنه ژوندي ونیول شول او پاتې نور بېرته د ډیورند کرښې پورې غاړې د پاکستاني ملېشو مرکزونو ته وتښتېدل. سرچینې زیاته کړې ده: «له دوی سره پاکستاني ملېشې، پاکستاني اربکیان او داعشي فتنه‌ګر هم په هماهنګۍ سره موجود وو، خو هغوی د جګړې په پیل کې ترې وتښتېدل او د شر او فساد عناصر یې په…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-27 11:03:16

مهالوېش

  1. Pajhwok

    دفاع وزارت: کامدېش ته د پاکستان په ملاتړ رااوښتي وسله‌وال سخت وځپل شول

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-27 15:30:42

دفاع وزارت: کامدېش ته د پاکستان په ملاتړ رااوښتي وسله‌وال سخت وځپل شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button