EnglishKabulافغانستانامنیت

دلاور: د اړيکو کمېسیون د افغان شخصیتونو د بېرته راستنولو لپاره هڅې کوي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-11 05:18:44🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور وایي، دغه کمېسیون هڅه کوي چې له افغان شخصیتونو سره اړیکې لا پراخې کړي، د هغوی ستونزې واوري او هېواد ته د بېرته راستنېدو زمینه ورته برابره کړي. له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ولیدالله منور د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له رییس شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور سره وليدل. سرچینه زیاتوي، ولیدالله منور د تېرې ادارې پر مهال په بېلابېلو مهمو سیاسي او ډیپلوماتیکو برخو کې دندې ترسره کړې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، نوموړی په اوکراین، بلجیم او قطر کې د افغانستان د سفیر، په اروپایي اتحادیه کې د افغانستان د استازي، د ملي امنیت شورا د لومړي مرستیال او په نورو مهمو برخو کې دندې ترسره کړې دي. شیخ شهاب‌الدین دلاور، ولیدالله منور ته هېواد ته د بېرته راستنېدو له امله ښه راغلاست ووایه او ويې ویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او ثبات لپاره د ټولو افغانانو همکاري ارزښت لري. دلاور زیاته کړه، د تماس کمېسیون هڅه کوي له افغان شخصیتونو سره اړیکې ټینګې کړي، د هغوی ستونزې واوري او هېواد ته د بېرته راستنېدو زمینه ورته برابره کړي. یاد کمېسیون لیکلي چې ولیدالله منور هم هېواد ته د بېرته…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-11 05:18:44

Timeline

  1. Pajhwok

    دلاور: د اړيکو کمېسیون د افغان شخصیتونو د بېرته راستنولو لپاره هڅې کوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-11 09:47:25

دلاور: د اړيکو کمېسیون د افغان شخصیتونو د بېرته راستنولو لپاره هڅې کوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button