Englishافغانستانامنیت

دلاور: سیاسي مخالفانو سره هیڅ ډول خبرې نه کوو

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-11 09:10:23🎙 Listen to radio

د طالبانو د سرپرست حکومت یوه مطرح څېره او د دوحې په مذاکراتو کې د دې ډلې د پلاوي پخواني غړي شهاب‌الدین دلاور ویلي، سیاسي مخالفین یې د اندېښنې وړ نه دي او له هغوی سره هېڅ ډول خبرې اترې نه کوي. دلاور چې اوس د افغاني سرې میاشتې د ریاست مسؤلیت پر غاړه لري، ویلي، سیاسي مخالفینو سره خبرې کول هغوی ته سیاسي حیثیت ورکول دي او دا کار ناشونی دی؛ ځکه د نوموړي په وینا، د مخالفینو شمېر لږ دی او د خبرو اترو لپاره سیاسي وزن نه لري. نوموړي ادعا کړې چې د دوحې په هوکړه‌لیک کې د ښځو د حقونو او ټول‌ګډونه حکومت د جوړولو یادونه نه ده شوې. هغه همداراز ویلي، د ملا هبت‌الله د فرمان له مخې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز تر بل امر پورې دوام لري. د دلاور دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو پلاوي د دوحې په غونډه کې د افغانستان په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د ټولو قشرونو پر ونډې ټینګار کړی و. د دوحې په یوه بله غونډه کې هم په څرګنده ویل شوي وو چې افغان ښځې د شرعي اصولو له مخې د دوکتورا تر کچې د زده‌کړو حق لري. له سیاسي مخالفینو سره د هر ډول خبرو ردول او د هغوی د شمېر کم ګڼل په داسې حال…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-11 09:10:23

Timeline

  1. Parstoday

    دلاور: سیاسي مخالفانو سره هیڅ ډول خبرې نه کوو

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-11 09:05:20

دلاور: سیاسي مخالفانو سره هیڅ ډول خبرې نه کوو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button